لوګر کې د غلو نهه کسیزه ډله نیول شوې ده

د لوګر امینې قومندانۍ وايي د دې ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند (دهنو) کلي کې د غلو هغه ۹ کسیزه ډله نیول شوې چې یاده سیمه کې به يې له خلکو بېلابېل توکي غلا کول.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د ویاند احمدالله انس په خبره دغه کسان هغه مهال نیول شوي دي، چې د عاشق الله په نوم د یو کس کورته د غلا په موخه ورغلي وو.
وايي له نیول شوو کسانو څخه يي ځینې وسلې او یو شمېر نور توکي هم ترلاسه کړي دي.
نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویل شوي چې ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.