له ایران د راستنېدونکو کډوالو شمېر کم شوی دی
د هرات ځايي مسولین وايي له ایران اوس مهال د راسنېدونکو شمېر د دوی په ټکو کم شوی دی.
د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله تقي زیاتوي په دې وروستیو کې چې دوی د اسلام کلا له لارې د افغانانو د راتګ بهیر څارلی معلومه شوې چې شمېره يي کمه شوې ده.
وايي په همدې تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۱۳ زره کسان له اسلام کلا بندر هېواد ته راداخل شوي چې د نورو وختونو په پرتله د هغه په ټکو کموالی ښيي.
زیاتوي په تېره یوه نیمه میاشت کې ۸۵۴ زره او ۶۵۵ افغانان له ایرانه راستانه شوي.
مسولین دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په همدې لړ کې یو شمېر کسانو له موج نیوز سره په خبرو کې له بې کارۍ شکایتونه کړي دي.
افغانستان چې له وړاندې بشري ناورین سره مخ وو، د کډوالو تازه راستنېدو يي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د مسولینو پر وینا هېواد ته د کډوالو د راتګ کچه ټیټه شوې، او دا یو فرصت دی چې راستنو شوو ستونزو ته د دوی په خبره رسېدنه وشي.
که څه هم چارواکو دا خبره کوي خو د تېرې سرطان میاشتې په لومړیو کې د اسلام کلا له لارې د راستنېدونکو افغانانو شمېر په ورځ کې ۳۵ زره کسانو ته رسېده، خو اوس د مسولینو د شمېرو پر بنسټ، دغه کچه تېرو دوو ورځو کې ۱۳ زرو ته را ټیټه شوې ده.
هېواد ته د کډوالو د راتګ خبره داسې مهال مطرح کېږي چې ملګري ملتونه وايي د رون کال له پیل تر اوسه افغانستان ته ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره کسان راستانه شوي دي.
