قطر ته د کارګرو د استولو د نوملیکنې بهیر پای ته رسېدلی دی
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي قطر ته د کارګرو د نوملیکنې بهیر پای ته رسېدلی دی، او له هېوادوالو غواړي چې په دې نوم چاته پیسې او اسناد ور نه کړي.
سمیع الله ابراهیمي زیاتوي دا بهیر اوس مهال په تخصصي او مسلکي دواړو برخو کې دده په خبره تمام دی او نور څوک نشي کولی ورته نوملیکنه وکړي.
هغه پر ایکس یو خپور کړي بیان کې ویلي هر څوک چې په دې اړه کوم شرکت ته پیسې او اسناد ورکوي هیڅ مثبته پایله نه لري او پر وینا يي یوازې د پیسو او د وخت ضایع ده.
په خبره يي د قطر دولت سره د هوکړې له مخې هېوادوالو دریو پړاوونو کې نوملیکنه کړې ده او زیاتوي اوس مهال رسماً دا لړۍ پای ته رسېدلې ده.
وايي که راتلونکي کې ورته ګام واخیستل شي، نو ټول هېوادوال به دده پر وینا ترې خبر کړي.
نوموړي دغه راز په ټینګار سره له خلکو غوښتي تر څو د جعل او فریب ښکار نه شي.
د یادونې وړ ده چې قطر ته د کارګرو د استولو د نوملیکنې بهیر څه موده دمخه پیل شوی وو، او تازه چارواکي وايي چې پای ته رسېدلی دی.
