فراه کې هغه کس نیول شوی چې میرمن او لور يي وژلي وو

په فراه کې هغه کس نیول شوی دی، چې څه موده دمخه يي میرمن او لور په بې رحمانه ډول وژلي وو، او همدا شان يې زوی سخت ټپي کړی وو.
یاد کس غوښتل له دې پېښې وروسته ایران ته وتښتي، خو د نهمې سرحدې لواء ځواکونو له لورې نیول شوی او اوس مهال ترې لومړني تحقیقات روان دي.
همدې حال کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له لوري یوه اعلامیه خپره شوې او پکې د یاد کس د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې یاد کس د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، او د وژنو اصلي لامل يي نه دی په ډاګه شوی.