فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۶ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي
د فاریاب کې ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ۲۵ کسانو ته مرګر ژوبله اوښتې.
د فاریاب ولایت د ترافیکو مدیر ملا عبدالجبار روحاني رسنیو ته ویلي، چې یاده پېښه پرون شاوخوا لس بجې د دې ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ د کوتل ګردنه په سیمه کې د یو فالنکونچ موټر د سړک څخه د وتلو او چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکې وو چې د واده مراسمو ته روان وو.
د پېښې لامل د لارې خرابوالی او د موټر چلوونکې بې احتیاطي ښودل شوی دی.
یاده پېښه داسې محال رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکو پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی چې له امله یې هر کال سلګونه هېوادوال مړه کیږي.
باورنه بیا دا دی که موټر چلوونکې ترافیکي اصول رعایت نه کړی او د احتیاط کار وانه خلي یاد ګراف به نور هم لوړ شي.
