شنبه,۱۱ سلواغه ۱۴۰۴
دولت او سیاست

عدلیې وزارت وايي په اسلامي امارت نیوکه پر شریعت نیوکه ده

عدلیې وزارت وايي په اسلامي امارت نیوکه پر شریعت نیوکه ده
  • Publishedسلواغه ۸, ۱۴۰۴

عدلیې وزارت وايي د اوسني نظام ټول قوانین د اسلام دین په رڼا کې برابر شوي او نېوکه کول پرې اصلاً شریعت باندې نېوکه ده او په څرګند ډول ترې سرغړونه بلل کېږي.

دې وزارت رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي اوس مهال د نظام قوانین د هېواد د جدو علماءوو، ګڼو هیئتو او مسلکي کسانو له لوري د اسلام مبارک دین په رڼا کې جوړ شوي دي.

بیان کې د قوانینو د جوړولو په اړه وړاندې ویل شوي دغه تقنيني اسناد په پرله‌پسې ډول د اسلامي شریعت له پلوه د مطابقت لپاره ارزول کېږي او تر هغې وروسته د توشیح په موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت په اوسنیو قوانینو کې هیڅ داسې ماده، جزء او یا هم فقره نشته چې د اسلام مبارک دین سره په ټکر کې وي.

یاد وزارت زیاتوي په داسې قوانینو نېوکه کول هیڅ شرعي بنسټ نه لري او باید په کلک ډول ترې منع وشي.

د یادونې وړ ده چې عدلیې وزارت خبرداری ورکړی که هر څوک د اوسني نظام په قوانیو نېوکه وکړي عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپیژندل شي.

Written By
Editor