پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
Uncategorized @ps

عبدالشکور حقاني له (ایف، ای، او )  له مشر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

عبدالشکور حقاني له (ایف، ای، او )  له مشر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي
  • Publishedتله ۲۹, ۱۴۰۴

په قرغیزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت ویلي، چې د افغانستان سفیر عبدالشکور حقاني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) د مشر الېګ ګوچګېلدیېف په بلنه د یاد سازمان د ۸۰مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې ګډون وکړ.

سفارت زیاتوي چې ښاغلي حقاني په غونډه کې د FAO له مشر الېګ ګوچګېلدیېف سره وکتل او په افغانستان کې د یاد سازمان له فعالیتونو یې مننه وکړه او د لا پراخ فعالیتونو هیله یې څرګنده کړه.

په ورته وخت کې، ښاغلي حقاني د یو شمېر هېوادونو له استازو، ډیپلوماټانو او سوداګرو سره هم وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

Written By
Editor