پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
دولت او سیاست

عبدالسلام ضعیف وايي له پاکستان سره د ستونزو د حل یوازنۍ لاره خبرې اترې دي

عبدالسلام ضعیف وايي له پاکستان سره د ستونزو د حل یوازنۍ لاره خبرې اترې دي
  • Publishedتله ۲۹, ۱۴۰۴

په اسلام اباد کې د ا.ا پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي له پاکستان سره د ستونزو د حل یوازنۍ لاره دده پر وینا خبرې اترې دي.

زیاتوي دغه هېواد باید د بې ګناه افغانانو د شهیدانولو په تور مجازات شي.

وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ له یوې سختې ترینګلتیا وروسته د هغه په خبره د هیلو یوه نوې کړکۍ پرانیستل شوې ده. په خبره يي دا وضعیت هغه مهال لا سمېږي، چې دواړه لوري خپلو کړو ژمنو ته رېښتوني پاتې شي.

هغه وویل: «په دوحه کې یو د اوربند هوکړه وه او بله هوکړه دا وه چې دواړو خواو ته ستونزې باید د مذاکرې او تفاهم له لارې حل شي. زه فکر کوم دا یو ضرورت دی او په دې باندې کار هم وشي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي نه د تشنج له لارې.»

زیاتوي د پاکستان له لوري په افغانستان شوي بریدونه جنګي جنایت دی او باید د نړېوالو بنسټونو له لوري وڅېړل شي.

وايي پاکستان غوښتل چې د جنګ پر دوام کې به نړېوال په ځانګړې ډول غرب هېوادونه رامخې ته شي. مګر زیاتوي چې هغوی بې تفاوته پاتې شول او دې هېواد په یاد جنګ کې تاوان وکړ.

زیاتوي: «دوی غوښتل چې که دوی پر افغانستان حمله وکړي، نو غرب او امریکا به رامنځته شي او منځګړیتوب به وکړي. دوی غوښتل چې هغوی هم په دې کې دخیل شي. غرب بې تفاوته پاتې شو نو جنګ د دوی په تاوان تمام شو.»

وايي که پاکستان اوربند نقض کړي، دوی به هم يي په ځواب کې ودرېږي.

هغه دغه راز خبرداری ورکوي چې افغانستان، اردو او ملت يي ټول یو دي او د هر چا تعرض ته ځواب ویلی شي.

د یادونې وړ ده چې نوړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته هم اشاره کړې او ویلي يي دي، چې دغه مناسبات باید د سیاست پورې ونه تړل شي.

Written By
Editor