سپین بولدک کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ عام افغانان شهیدان شوي

سپین بولدک کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ عام افغانان شهیدان شوي او دغه راز ۱۷۰ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د کندهار د سپین بولدک د روغتیا امر کریم الله زبیر په خبره ملکي مرګ ژوبله ډېره او وايي یاده شمېره اوس مهال لسګونو ته رسېدلې ده.
هغه وویل: «ملکي مرګ ژوبله بیخي ډېره ده، د تېرې ورځي بمبار دغه شمېر نور هم لوړ کړ، چې اوس ټول ۱۷۰ تنه ژوبل او ۴۰ شهیدان لرو.»
همدې حال کې د پاکستان د بریدونو له امله زیانمن کسان وايي دې هېواد د جګړې د ټولو اصلو خلاف په عامو خلکو بمبار کړی دی.
دوی وايي دا هېواد باید له دې ډول اقداماتو لاس واخلي، او په سرحد کې دې مخامخ له افغان ځواکونو سره خپل زور وازمايي. نه په ملکیانو د داسې ګوازونو حق لري.
دا یوازې هوايي بریدونه نه دي، چې عام خلک او کلي پکې هدف ګرځېدلي. بلکې په توپچي ګوازونو کې هم ورته ځایونه نښه شوې دي.
د کندهار د سپین بولدک حاجي حسن، وردګ، کوچیانو، نوی کلی، ښورابک او شهید کلی هغه سیمې دې چې د وړمې ورځې د جګړې پر مهال پرې پاکستان بمبار کړی دی.
وروسته له هغې چې پاکستان کابل او پکتیکا کې هوايي ګوازونه وکړل، افغان لوري د غچ اخیستونکو عملیاتو په نوم د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني پوستو باندې بریدونه وکړل.
دې عملیاتو کې پاکستان ته درنه تلفات واوښتل، سلګونه سرتېرې يي ټپيان شول ګڼ ووژل شول او همدا شان تر ۲۵ پوستې يي افغان ځواکونو ونیولې.
خو په همدې لړ کې دواړه خواوې په لنډ اوربند سره سلا شوې. مګر د کندهار په سپین بولدک کې پاکستاني لوري تعرض وکړ او افغان ځواکونه يي په ځوابي بریدونو کې له فرضي کرښې ور واوښتل.
له هغې وروسته پاکستان یو ځل بیا کابل او د کندهار ځینو سیمو کې پر عامو خلکو او کلیو بمبارونه وکړل، چې نتیجه کې يي لسګونه عادي افغانان شهیدان شول.
اوس مهال د قطر په منځګړتوب اوربند شوی دی او لا هم دوام لري.
د راپورونو له مخې دواړه لوري ښايي نږدې وخت کې د قطر پلازمینه دوحه کې سره جرګه شي تر څو کړکېچونو ته دایمي حل لار ولټوي.
عام افغانان په داسې بریدونو سره پاکستان ته خبرداری ورکوي چې غچ به يي په سختو ګوازونو سره واخلي.