سمنګان کې ټرافیکې پېښې له امله ۷ کسان ټپیان شوي دي
د سمنګان ولایتي مسولین وايي د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسان ټپیان شوي چې ۳ يي ښځې دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د ویاند حشمت الله رحماني په خبره پېښه د دره صوف ولسوالۍ اړوند په دهن خشک دره کې رامنځته شوې ده.
ویل شوي یو سراچه موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پېښه کې څوک مړ شوی نه دی، او ټول سپار کسان يي ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت يي د ډاډ وړ دی.
