زابل کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي

د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤلین وایي؛ چې د دې ولایت په جلا جلا سیمو کې یي ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي او د ۳۱ نورو د جوړونې کارونه روان دي، چې د بشپړېدو وروسته به یي په وسیله هغه سیمې هم د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو څخه برخمنې شي، چې لا تر اوسه هم د یادو خدماتو څخه بې برخې دي.
په دې تړاو د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي عبدالهادي یحیی وايي:« چې دغه مخابراتي سایټونو یې په مرکز قلات، دایچوپان، ارغنداب، شاه جوۍ، خاک افغان، اټغر او نورو سیمو کې فعاله کړي، چې د دې ولایت زرګونه اوسېدونکي ترې ګټه اخلي، چې ورسره د تیلیفوني خدماتو ترڅنګ د انټرنیټي خدمات کیفیت هم ښه شوی.
ښاغلی یحی دا هم ویلي، چې هڅه کوي چې د بېلابېلو مخابراتي شبکو په مرسته د دې ولایت تر هغو سیمو پوري، چې اوسیدونکي یې مخابراتي خدماتو ته لاس رسي نلري هم خدمات ورسوي.»
ورته وخت کې د زابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې هم د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او په دې برخه کې د آسانتیاوې رامنځته کولوغوښته کوي.
د مسؤلینو په خبره، چې د زابل ولایت کې دمګړۍ د بېلا بېلو مخابراتي شبکو ۷۹ مخابراتي سایټونه فعال دي، چې پر مټ يي زره ګونه کسان له مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.