جمعه,۲ لړم ۱۴۰۴
دولت او سیاست

روسیې له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

روسیې له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي
  • Publishedتله ۱۶, ۱۴۰۴

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مسکو فارمټ مشورتي ناستې ته د وینا پر مهال له لویدیځو هېوادونو او په ځانګړي ډول له امریکا متحده ایالاتو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

ده زیاته کړې چې د لویدیځ مسولیت جوړېږي تر څو د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د افغانستان په اړه د روسیې له لوري جوړه شوې غونډه (مسکو فارمټ) مشورتي ناسته تېره ورځ ترسره شوه، چې پکې ګډونوالو هېوادونو د دې هېواد په امنیت، ثبات او د همکاریو پراختیا باندې خبرې اترې وکړې.

دې غونډه کې د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغیزستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د لومړي ځل لپاره د رسمي غړي په توګه د مسکو فارمټ مشورتي ناسته کې ګډون وکړ.

له دې سره ترخوا هغه د افغانستان د شتمنۍ په کنګل کېدو نیوکه کړې او دا ګام يي د یو هېواد له حقوقو ښکاره سرغړونه یاده کړې.

نوموړي د داعش ډلې او نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایلې او په دې برخه کې يي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هغه وویل: «تاریخ موږ ته د بهرني پوځ د لاسوهنو ناوړه پایلې ښودلې دي، موږ دا تېروتنې بیا نه شو تکرارولی.»

د یادونې وړ ده چې له دې سره ترخوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي مسکو په دې هېواد کې د هیڅ پوځي اډې جوړولو نیت نه لري او له نورو هېوادونو هم ورته غوښتنه لري.

Written By
Editor