روسیه وايي د افغانستان د اوبو او انرژۍ سکټور برخه کې مرستو ته چمتو دي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د روسیې د (انرژۍ اونۍ) په نړېوال فورم په څنډه کې د یاد هېواد د اوبو او انرژۍ له وزیر سره لیده کاته کړي دي.
دې لیدنه کې د روسیې د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي هېواد يي چمتو دی، چې له افغانستان سره د اوبو مدیریت او انرژۍ د تولید برخه کې پراخې همکارۍ وکړي.
له دې سره ترخوا سرګي تویلیوف زیاته کړې د انرژۍ د تولید، پانګونې او اوبو مدیریت برخه کې به يي هېواد خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا څرګندونې تاییدوي او وايي دواړو لورو په ګډې همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کاږي: «د روسیې د انرژۍ وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د اوبو او انرژۍ برخه کې د تخنیکي تجربو شریکولو، د متخصصینو د روزنې او د زیربنایي پروژو په پلې کولو کې له افغانستان سره نږدې او عملي همکاري کوي.»
د ویلو ده چې افغانستان او روسیه له وړاندې دې برخه کې د پام وړ اړیکې لري.