روسیه، چین، ایران او پاکستان وايي افغانستان باید له بهرنیو لاسوهنو پاک وي
د مسکو فارمټ غونډې په لړ کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازو په یوې جلا ناستې کې ویلي چې افغانستان باید له بهرنیو لاسوهنو پاک وي.
دوی ویلي د یو باثباته او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي او دې برخه کې به خپلې هڅې دوه برابره کړي.
د دې غونډې جزییات د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان پر ایکس یو خپور کړي بیان کې ورکړي دي.
وايي د افغانستان اړوند د دې هېوادونو د استازو په شتون کې یاده ناسته ترسره شوه، چې په خبره يي اغیزمنه وه.
زیاتوي له دې سره ترخوا د ګډونوالو د سیمې په روان وضعیت هم بحث کړی دی.
د هغه پر ایکس پاڼه په همدې اړه لیکل شوي: «د غونډې ګډونوالو په یو خوله د یوه باثبات، خپلواک او سولهییز افغانستان په ملاتړ پر خپله ژمنتیا بیا تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرنۍ مداخلې پاک هېواد وي.»
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته یو شېبو کې د روسیې په پلازمینه مسکو کې پیلیږي، چې د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي يي برخه وال دي او اسلامي امارت هم پکې د غړي په توګه ګډون کوي.
