روان کال به پکتیا کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست دې ولایت ته د سفر پر مهال ویلي د خلکو اړتیاوو ته په کتو او د پکتیا سیمه ییزو مسولینو په غوښتنه يي یاد ولایت کې روان کال د ۴۸ مخابراتي سایټونو د جوړېدو منظوري کړې.
وايي دغه سایټونه به د (ټي ډي ایف) لسمې پروژې له پنډ او څه به يي د یو شمېر مشخصو شبکو له لوري جوړ شي.
زیاتوي له دې سره به د یاد ولایت د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکي یو شمېر ستونزې حل شي چې تر اوسه ورسره لاس او ګریوان دي.
دده په ټکو لسمه پروژه هغه یوه ده چې ټول هېواد ته پکې ۵۵۰ سایټونه منظور شوي او یاد سایټونه به د لرې پرتو سیمو خلکو ته جوړ شي.
همدې حال کې د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي د حکومت تازه اقدام ستايي او وايي له دې سره به يي ډېری ستونزې حل شي.
دوی وايي د مخابراتو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او باید حکومت ورته رسېدنه وکړي.
د ویلو ده چې څه موده دمخه په پکتیکا ولایت کې هم د یو شمېر مخابراتي سایټونو د جوړېدو منظورې شوې وه.