د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پکتیکا ډیلې ولسوالۍ ته سفر کړی دی.
هغه هلته یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي د تېرو شل کلونو مبارزه کې ولسونو پراخه ګډون کړی او د اسلامي امارت بریا دده په ټکو د همدې غریب ولس د هڅو نتېجه ده.
وايي ملت باید د تېر په څېر سره یو موټی شي، تر څو په خبره يي چا ته موقع په لاس ورنه شي چې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. زیاتوي اوس مهال د اسلامي امارت او ولس ترمنځ فاصلې ختمې شوې او د حکومت غېږه يي د ټول ملت لپاره پرانیسې بللې ده.
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني زیاته کړه: «موږ او تاسو باید په اتفاق شو، چې دښمن ته دا موقع ورنه شي چې زمونږ په منځ کې تفرقې واچوي. او د تېر په څېر باید یو موټی شو. د تېرو شلو کلونو په مبارزه کې همدې غریب ولس مهم رول لوبولی وو. او د همدوی د هڅو نتیجه ده.»
نوموړي حکومتي مسولینو ته په ټینګار سره ویلي، چې ولسونو سره نرم چلند وکړي. وايي خلک دومره مه تکلیفوۍ چې په خبره يي له اسلامي نظام سره يي اړیکې خرابې شي.
زیاتوي ولسونه پرې حق لري، چې په ټولو برخو کې ورته امکانات برابر کړي، او وايي دې برخه کې به له ټولو شته لارو چارو کار واخلي.
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني همدا شان وویل: «اوس د جګړې وخت تللی دی او د ولس د خدمت وخت دی، موږ باید د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره ولس ته خدمت ترسره کړو او همدا زموږ مسولیت او د کار لومړیتوب هم دی دې برخه کې هڅې کوو.»
په یاده غونډه کې د ډیلې ولسوالۍ ولسونو او قومي مخورو هم ګډون کړی وو، او د کورنیو چارو له وزیر سره يي خپلې ستونزې هم شریکې کړې دي.
دوی په بېلابېلو برخو کې له نوموړي د مرستې غوښتنه وکړه، او سراج الدین حقاني وايي هڅه به وکړي چې ټولو برخو کې ورته اړین خدمتونه ترسره کړی.
د یادونې وړ ده چې نوموړي له ولسونو سره په نرم چلند ټینګار کړی دی او د حکومت د چارو د ښه مخته وړلو لپاره يي دا یوازنۍ اسانه او مهمه لاره بللې ده.
