د کورنیو چارو وزارت سرپرست په ریاضي کې استعداد لرونکي ماشوم سره لیدلي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په ریاضي کې استعداد لرونکی افغان ماشوم سمیع الله سره لیدلي او هغه يي ستایلی دی.
هغه دغه راز له دې ماشوم سره ژمنه کړې چې د ټولو زده کړو لګښت به يي ورکوي او همدا شان به يي کورنۍ ته په افغانستان کې د ژوند کولو اسانتیاوې برابروي.
وايي له ښوونځي تر پوهنتون به يي د زده کړو لګښت پر غاړه واخلي.
نوموړي همدا شان د ستاینې په موخه هغه ته څه نا څه نغدي مرستې ورکولو ترخوا یو لپ ټاپ کمپیوټر هم ور ډالۍ کړی دی.
په ریاضي د ځانګړي استعداد لرونکي ماشوم کورنۍ اوس مهال په خیبر پښتونخوا کې اوسېږي.
دی اصلاً د لوګر ولایت اوسېدونکی دی.
له دې سره ترخوا هغه یوازې اوسنیو چارواکو نه بلکې د جمهوریت سیاستوالو هم ستایلی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایکس یو خپور کړي بیان کې دی ستایلی او ویلي دي جلا استعداد خدای پاک ورکړی دی.
هغه داسې ویلي: ( سمیع الله جان په ریاضي کې بې ساري استعداد لرونکی افغان ماشوم دی. دده نبوغ د ستاینې وړ بولم او هیله لرم چې ده ته د زده کړې او روزنې هغه زمینه برابره شي چې په وسیله يي خپل نبوغ کمال ته ورسوي، او د خپلې ارزو سره سم د وطن او وطنوالو د خدمت جوګه شي.)
د سمیع الله د ځانګړي استعداد ویډیوګانې په سوشل میډیا لاس په لاس شوې، او پکې ښکاري چې نوموړی د ریاضي سخت حسابونه په ذهن کې کم وخت سره خورا دقیق وايي.
د یادونې وړ ده چې هغه اوس مهال په کوزه پښتونخوا کې له خپلې کورنۍ سره د کډوالو یو کمپ کې د ژوند ورځې شپې سبا کوي خو چارواکي ژمنه کوي چې د زده کړو او کورنۍ سره به يي د کار برابرېدو کې همکاري وکړي.