پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

د کاناډا پارلمان هغه تګلاره تصویب کړه چې له مخې يي افغانستان سره د بشري مرستو لار هوارېږي

د کاناډا پارلمان هغه تګلاره تصویب کړه چې له مخې يي افغانستان سره د بشري مرستو لار هوارېږي
  • Publishedغبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲

د « سي ۴۱» په نوم د دغې لایحې تصویب کاناډايي مرستندویه بنسټونو ته د دې اجازه ورکوي، څو په افغانستان کې مرستندویه فعالیتونه وکړي  او اړمنو ته مرستې ورسوي.

یاده لایحه د استازو جرګې له تصویب وروسته سنا مجلس ته استول شوې ده.

دا چې کاناډا لا هم اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني له دوی سره خپلې هر ډول مرستې له ورانکارو فعالیتونو سره د مرستې په توګه بولي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د کاناډا پارلمان غړو له حکومت وغوښتل چې په خپل قانون کې د معافیت رامنځته کړي ترڅو کاناډایي موسسې بېرته افغانستان ته لاړې شي او هلته بشري فعالیتونه وکړي.

د یاد هېواد اوسني قانون له مخې افغانستان کې د کاناډایي موسسو لخوا طالبانو ته د فعالیت په بدل کې د پیسو ورکول جرم دی.

بل خوا ځینې سناتوران بیا وایي چې ښایي په دې بهیر کې ځنډ رامنځته شي.

افغانستان کې دمګړۍ که څه هم لسګونه بهرنۍ موسسې فعالیت کوي خو له اسلامي امارت یې غوښتنه دا ده چې د دوی ښځینه افغان کارکوونکو ته دې د کار اجازه ورکړي.

Written By
Editor

7 Comments

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *