د کابل ښار د (اریا ښارګوټي) څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

عدلیې وزارت موج نیوز ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ښار (اریا ښارګوټي) څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي د مرکزي زون د غصب شوو دولتي ځمکو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې کابل ښار کې د (اریا ښارګوټي) ۱۶۶ سندونه او مدرکونه څېړلي دي، چې له مخې يي دغه څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.
د اریا ښارګوټی د کابل ښار په ۱۰ مه امنیتي حوزه کې موقعیت لري، او د ځمکو د غصب کمیسون تر دې دمخه یاده موضوع څېړلې وه.
د یادونې وړ ده چې دغه ځمکه د یاد ښارګوټي په لومړي او دوهم فاز کې موقعیت لري، او دولتي تثبیت شوې ده.