د چینایي څیړونکو یو پلاوي د ملي موزیم څخه لیدنه کړی ده
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، د چین د علمي او څېړنیزو بنسټونو یو پلاوي د افغانستان د ملي موزیم له بېلابېلو تاریخي، کلتوري او هنري اثارو کتنه کړې ده.
دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا او د ګډو علمي او تحقیقي پروګرامونو د پراخولو په موخه ترسره شوې ده.
د سرچینې په خبره، چې د چینايي متخصصینو لپاره د موزیم له لوري د لرغونو اثارو څو جلده کتابونه، معلوماتي کتالوګونه او نور مستند توکي وړاندې شوي، څو د افغانستان په فرهنګي میراثونو د هغوی څېړنیز کار لا ژور شي.
د وزارت د څرګندونو پر بنسټ، د چینایي څېړنیز پلاوي دا سفر نه یوازې د کابل او بېجینګ ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي، بلکې د افغانستان د لرغوني تمدن د ارزښتمنو میراثونو د نړیوال معرفت په پراخولو کې هم مهم او اغېزمن ګام ګڼل کېږي.
