پنج شنبه,۶ ليندۍ ۱۴۰۴
افغانستان

د پاکستان هوایي بريدونو ته نړیوال غبرګون؛ ملګري ملتونه د ملکيانو خوندیتوب او د ستونزو سوله ‌ییز حل غواړي

د پاکستان هوایي بريدونو ته نړیوال غبرګون؛ ملګري ملتونه د ملکيانو خوندیتوب او د ستونزو سوله ‌ییز حل غواړي
  • Publishedليندۍ ۵, ۱۴۰۴


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې د نړیوالو قوانینو درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب ولري.

 ريچارډ بنېټ پر خپله ایکس ‌پاڼه لیکلي چې پاکستان او ټولې ښکېلې غاړې باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو مېز ته ستانه شي.

د سیمه ‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، وړمه شپه شاوخوا دولس بجې د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي برید په پایله کې د یوه ملکي کور په نښه کېدو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

دغه راز په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم ورته بریدونه شوي چې څلور ملکي کسان په کې ټپیان شوي دي.

اسلامي امارت د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د هېواد د هوايي او ځمکني حریم دفاع یې مشروع حق دی. د دوی په وینا، اړوند ځواب به په مناسب وخت کې ورکړل شي.

یوناما هم د دغو بریدونو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید د ټولو لورو اساسي مسؤلیت وي او نړیوال قوانین باید په کلکه رعایت شي.

د پېښې په اړه نړیوال غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې په سرحدي سیمو کې د کړکېچ دوام د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې زیاتېدو اندېښنې لا زیاتې کړي دي.

Written By
Editor