پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
نړیوال خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي اسلام اباد کې د افغان سیاسیونو غونډه رسمي نه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي اسلام اباد کې د افغان سیاسیونو غونډه رسمي نه ده
  • Publishedوږی ۱, ۱۴۰۴

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وايي دې هېواد کې روانه اونۍ د افغان سیاسیونو غونډه نه دولتي ده او په خبره يي نه هم رسمي اړخ لري.

پر وینا يي د پاکستان حکومت دا غونډه نه ده رابللې.

د هغه په ټکو خواله رسنیو کې دا غونډه خورا لویه ښکاره شوې ده، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت يي رسمي کوربه هم نه دی.

وايي د دې غونډې په جوړېدو کې د پاکستان حکومت دده په ټکو هیڅ نقش نه لري.

د راپورونو له مخې د اوسني نظام ځینې مخالف سیاسي څهرې، مدني فعالان او یو شمېر نورو حرکتونو غړي راتلونکې دوشنبې او سه شنبې په اسلام اباد کې سره جرګه کېږي.

باور دا وو، چې یاده غونډه د پاکستان حکومت له لوري رابلل شوې ده.

مګر ښکاري داسې چې دغه سیاسیون په یوې جلا غونډې کې چې د پاکستان حکومت پکې هیڅ لېوالتیا نه لري، سره راټولېږي او د اسلامي امارت په مخالفت غونډه کوي.

د یادې غونډې ځینو استازو په خبره اجنډا به يي د بشري وضعیت، د ښځو حقونو ترخوا ځینې نورې مهمې مسلې وي.

له دې سره ترخوا د پاکستان او افغانستان ځینو رسنیو د دې غونډې د ځنډېدو خبر هم ورکړی دی.

خو څرګنده نه ده، چې ایا دا غونډه به وځنډېږي او که به پر ټاکلي وخت ترسره شي.

اسلامي امارت بیا له یادې غونډې سره مخالفت څرګند کړی دی، او دا ډول غیر رسمي راټولېدنې يي د ملت او وطن په زیان بللې دي.

عام باور دادی چې د دولت دغه سیاسي مخالفین یو ځل امتحان شوي او باید نور ورته نظام کې ونډه ورنه کړل شي.

اسلامي امارت سره د تېر نظام سیاسیونو مخالفتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او په ځینو مواردو کې يي رسمي رنګ اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې ورته ناستې ترسره شوې وې، خو هیڅ د پام وړ پایله يي نه ده ورکړې.

Written By
Editor