د پانکرېشن ملي فدراسیون له لورې په کابل کې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږ.

دیادو سیالیو دپیل مراسم نن (چنګاښ ۱۵مه) ترسره شول چې په کې د افغانستان د المپیک ملي کمیټې رییس او د نورو ورزشي ادارو استازو ګډون کړی و.
دغه سیالۍ به نن شپه پیل او دوه شپې به دوام وکړي.
د یاد فدراسیون دمسوولینو پر وینا په یادو سیالیو کې د کابل په ګډون د ۱۲ ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړي ګډون کوي.
سیالیو ته راغلي لوبغاړي خوښي څرګندوي او وایې چې ډېر خوشحال دي چې په یادو لوبو کې ورته دلوبېدو زمینه برابره شوې.