پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سوداګري

د ټاپي پروژې د چارو پرمخ بیولو کې به  افغانانو ته د کار زمينه برابره شي

د ټاپي پروژې د چارو پرمخ بیولو کې به  افغانانو ته د کار زمينه برابره شي
  • Publishedتله ۲۸, ۱۴۰۴

د  رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان هېواد له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره کتلي.

ویل شوي چې د یادې لیدنې پر مهال د ټاپي پروژې ترڅنګ د يوشمېر نورو اقتصادي پروژو په اړه هم خبرې شوي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ټاپي پروژه د افغانستان، ترکمنستان او سيمې هېوادونو د اقتصاد لپاره مهمه وبلله او له ترکمن لوري يې وغوښتل چې افغانانو ته هم د دې پروژې د چارو پرمخ بیولو کې کاري فرصتونه برابر کړي.

 ښاغلي محمدوف بیا ویلي، چې د ټاپي پروژې د طرزالعمل مطابق به ډېرو افغانانو ته د کار او مسلکي روزنې زمينه برابره کړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د عشق اباد او کابل ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره د نورو لويو اقتصادي پروژو تطبيق ته هم چمتو دي.

Written By
Editor