پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

د هېواد شمال بلخ کې ټرافیکو پېښو له امله د تېرو ۶ میاشتو پر مهال ۷۷ کسان مړه شوي دي

د هېواد شمال بلخ کې ټرافیکو پېښو له امله د تېرو ۶ میاشتو پر مهال ۷۷ کسان مړه شوي دي
  • Publishedتله ۲۲, ۱۴۰۴

د بلخ امنیې قومندانۍ پر ایکس یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي تېرو شپږو میاشتو کې د دې ولایت پّ کچه ټرافیکي پېښوو کې ۷۷ کسان مړه شوي او همدا شان ۱۰۸ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په استناد همدې موده کې ۱۵۵ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې، چې له امله يي په یاده اندازه خلکو ته تلفات اوښتي دي.

ویل شوي د یادو پېښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دې وروستو کې د ټول هېواد په کچه ټرافیکې پېښې زیتې شوې دي، او ملګري ملتونه وايي له جګړې وروسته دې هېواد کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله دغه ډول پېښې اړوي.

Written By
Editor