د هېواد د امنیت ساتل د حکومت لومړیتوب دی
د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسون نوبتي غونډه چې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال مولوي نجیب الله په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې چارواکو ویلي د هېواد او ولسونو د امنیت ساتل يي لومړیتوب دی او دې برخه کې به هڅې لا چټکې کړي.
دغه راز د یادو غونډې پر دوام د هېواد د امنيت پر ټينګښت، د ستونزو پر حل لارو او د خلکو د ارام ژوند لپاره پر ګډو هڅو هر اړخيز بحث شوی دی.
ویل شوي مسولینو په ټینګار سره څرګنده کړې چې د ولسونو امنیت د ساتلو برخه کې به هڅې لا چټکې او ډېرې کړي. خو په عین وخت کې اوسنی امنیتي وضعیت ښه او غوره بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې امنیتي چارواکو دې ناسته کې د هېواد د امنیت او ثبات ساتل خپله دنده بللې او دې برخه کې يي د هڅو د زیاتوالي یادونه کړې ده.
