پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سوداګري

د هند او افغانستان تر منځ ګډه سوداګریزه کمېټه جوړیږي

د هند او افغانستان تر منځ ګډه سوداګریزه کمېټه جوړیږي
  • Publishedتله ۲۲, ۱۴۰۴

د صنعت او سوداګرۍ وزات په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله ذاهد د هند د صنعت او سوداګرۍ وزیر جیتین پرساد سره په لیدنه کې د ګډې سوداګریزې کمېټې په جوړولو هوکړه کې ده.

یاده لیدنه چې تیره ورځ په نوي ډهلي کې ترسره شوه، د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو او سوداګرو ته د لا نور اسانتیاوو په برابرولو خبرې شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې چې دواړه لورې به وخت پر وخت د سوداکریزې کمېټې فعالیتونه څاري او پر سوداګريزو مسایلو به بحثونه او غونډې کوي.

دې وروستیو کې د افغانستان او هند سوداګریزه اړیکې بېرته عادي حالت ته راغلي، او دواړه لوري په کلني ډول شاوخوا ۱ میلیارد ډالره راکړه ورکړه کوي.

Written By
Editor