پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
کلتور او هنر

د هرات لوی جامع جومات د بیارغولو چارې روانې دي

د هرات لوی جامع جومات د بیارغولو چارې روانې دي
  • Publishedچنګاښ ۱۴, ۱۴۰۲

د یاد جومات بام چې ۲۱ زره متره مربع دی چارې یې نږدې دوه کاله مخکې پیل شوې وې چې تر اوسه یې د نږدې څلور زره متره مربع چارې بشپړې شوي دي.

د یاد تاریخي جومات د بام بیا رغولو کې د خښتو په مرسته د بام پوښل شامل دي چې له یاد بهیر وروسته به یې د دیوالونو د کاشیانو نوي کول پیل شي.

د هرات جامع جومات د بیا رغولو دا بهیر د کور او ښار جوړونې او اطلاعات او کلتور وزارتونو ترڅنګ د بهرنیو موسساتو په مرسته ترسره کیږي.

د هرات اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د هرات جامع جومات په څېر دې په ټولو ولایتونو کې تاریخي آبدو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د بیارغولو او ساتلو برخه کې مهم ګامونه واخیستل شي.

د هرات جامع جومات افغانستان کې تر ټولو ستر جومات دی چې د هېواد له خورا مهم تاریخي آبدو څخه ګڼل کیږي.

هرات ولایت کې ټولټال ۷۸۰ تاریخي آبدات شته چې ډیری هغه یې له یونسکو سازمان سره ثبت هم دي.

Written By
Editor