د هرات له محبس څخه لسګونه بندیان ازاد شول

د هرات سیمه ییز مسولین وايي د دې ولایت له محبس څخه د حکومت د مشر د ځانګړي حکم پر اساس ۱۶۰ بندیان ازاد شول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د یاد ولایت د محبس عمومي رییس ملا شرف الدین زیاتوي له دې سره ترخوا د ځینو کسانو د بند موده کمه شوې هم ده.
هغه وویل: «د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶۰ بندیان خوشي شول.»
وايي خوشې شوو، کسان کې هغه بندیان هم شامل دي، چې د اسلامي امارت د مشر د بخښنې په فرمان کې راځي او په خبره يي اوس ازاد شوي دي.
زیاتوي د ۱۶۲ کسانو د بند په موده کې تخفیف هم راغلی دی.
همدې حال کې یو شمېر خوشې شوي کسان خوښ دي او وايي د بند په موده کې يي ځینې حرفوي او کسبي کارونه هم زده کړې دي.
دوی وايي له دې سره ترڅنګ ورته بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی او نور به ټولنه کې د اصلاحاتو راوستلو په هڅو ځانونه بوختوي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال څه باندې ۳ زره بندیان د هرات په محبس کې ساتل کېږي، او ډېرو ته يي حرفوي او کسبې زده کړې هم ورکول کېږي.