د هرات د برېښنا د ثبات په موخه د ۴۱ میلیونه ډالرو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان برېښنا شرکت د هرات ولایت د برېښنا د ثبات او پیاوړتیا په موخه د ۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت درې مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او د زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو د مسئولینو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د یادو تړونونو له مخې، په هرات کې درې مهمې پروژې پلي کېږي چې پکې له نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پُلِ هاشمي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا د لېږد مزي غځول، د پُلِ هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سب سټېشنونو جوړول او همدارنګه په نورالجهاد سب سټېشن کې د «لین بي» پراختیا شامل دي.
ټاکل شوې ده چې یادې پروژې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي. د دې پروژو له پلي کېدو وروسته به هرات ولایت د ډاډمنې او باثباته برېښنا څخه برخمن شي.