د میدان وردګ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۰۷ سوه امنیتي منسوبین فارغ شول

کورنیو چارو وزارت وايي چې د میدان وردګ د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۰۷ تنه له مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواري، د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ ملکي مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني، د میدان وردګو ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالهادي فضلي، د ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ او ګڼ شمېر نورو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
مسولینو په دې مراسمو کې فارغ شوو سرتېرو ته د غوره خدمت سپارښتنې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې یادو کسانو ته د غونډې په پای د کې د فراغت سندونه هم ورکړل شول.