د مرکزي اسیا والیبال اتلولۍ په سیالیو کې نن افغانستان له سريلانکا سره مخ دی

د مرکزي اسیا د والیبال اتلولۍ په سیالیو کې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سريلانکار سره کوي.
دغه سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۹ نور هېوادونه هم برخه وال دي، او د بنګله دېش په کوربتوت ترسره کېږي.
مګر د دې اتلولیو لومړۍ لوبه ټاکل شوې ده، چې د ترکمنستان او نیپال ترمنځ ترسره شي، او دوهمه هغه به يي د کوربه بنګله دېش او مالدیف ترمنځ وشي.
د یادونې وړ ده چې دغه لوبې به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۸ مه پای ته ورسېږي.