د فاریاب طوطي میدان د ګازو د اکتشاف او ایستنې لس کلن تړون لاسلیک شو.

نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې یا میران په ۱۹ مه نېټه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارات او د ازبکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په پانګونې د طوطي میدان ګاز زېرمې د اکتشاف او ایستنې ۱۰ کلن تړون رسماَ لاسلیک شو.
د یاد تړون په اساس یادې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال ۱۰۰ میلیون او د لسو کلونو په اوږدو کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شوو ګازو څخه به په لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولید هم ولري.
د یادونې وړه ده، چې د فاریاب ولایت د طوطي ميدان ګازو زېرمې شاوخوا، ۷ زره کيلومټره مربع مساحت درلودونکې دي، چې د استخراج او ایستنې په شروع کېدنې سره به يي تر ډېره بریده هېواد ته د ګازو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو له اړتیاوو د نجات او خلاصون ورکولو سربېره زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر کړي.