د غزني ـ پکتیکا سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د غزني ولایت له مرکز څخه پکتیکا ته د غځېدلي ۴۱ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو ته په وینا کې د غزني د ټولګټو چارو رییس عبدالقدیر بلال ویلي چې د یاد سړک ټول اوږدوالی دده په خبره ۴۱ کیلومټره او سور يي ۸ مټره دی، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري بیا رغول کېږي.
وايي په همدې لارې ټولټال ۱۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په خبره يي د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.
زیاتوي له دې سره ترخوا به د یاد سړک په مسر کې استنادي دیوالونه، د دواړو غاړو شولډرونه او دغه راز به ۳۲ پلچکونه هم په اساسي ډول جوړ شي.
هغه وايي که یاده پروژه عملي شي ورسره به د ډېری خلکو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي.
پر وینا يي دې چارو کې اوس مهال ۲۵۰ کسان هم په کار بوخت شوې دي.
همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي او ځینې موټر چلوونکي د دولت له دې ګام خوښ دي او وايي چې ورسره به يي ګڼې ستونزې حل شي.
دوی زیاتوي چې اوس مهال له دې مسیر ناروغان نشي تېرولی ځکه په خبره يي داسې خرابه ده چې د تګ په اوږدو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د یادونې وړده چې د غزني د ټولګټو چارو رییس د چارو چټک مخته وړلو یادونه کوي او له ځايي خلکو غواړي چې د پروژې په پلي کولو کې ورسره همکار وکړي.