پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
دولت او سیاست

د غزني د نوآباد ښارګوټي ۱۸۴۳ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د غزني د نوآباد ښارګوټي ۱۸۴۳ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
  • Publishedتله ۲۴, ۱۴۰۴

د غزني ولایت مقام څخه موج نیوز ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د مرکز اړوند (نوآباد) ښارګوټي ۱۸۴۳ جریبه ځمکه د ځانګړې محکمې د حکم پر اساس دولتي تثبیت شوه.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: «یاده اندازه ځمکه د غزني ولایت په مرکز کې په دوو کادستري قطعو کې واقع ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون یې په اړه مخکې څېړنه کړې او دوسیه یې رسماً د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې څانګړې محکمې ته سپارلې وه.»

ویل شوي د مدارکو، سندونو، املاکي دفترونو په دقیقې څېړنې سره وروسته پرېکړه شوې چې یاده ځمکه د دولت ده، او ورته سپارل شوې ده.

دغه راز یادونه شوې چې ځمکه به د ځمکو په ذیرمتون کې د دولت په نوم ثبت شي او متصرفو اشخاصو ته به د اصولو مطابق اجاره ورکړل شي. د یادونې وړ ده چې تر دمخه هم د غزني په علي لالا سیمه کې ۱۲۹۳ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې وه، او چارواکي وايي لا هم یاد ولایت کې ورته هڅې دوام لري

Written By
Editor