جمعه,۲ لړم ۱۴۰۴
امنیت او جرمونه

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
  • Publishedتله ۲۴, ۱۴۰۳

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین د توپچي، مخابرې، نښه ويشتلو او سرحدي کورسونو له ځانګړو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو حضور  درلود.

د یادو مراسمو په لړ کې مولوي باز محمد حمیدي په خپله خطابیه وینا کې وویل؛ دفاعي ځواک د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتونکي ياد کړل او ویي ویل؛ هغه پوځ چې په فکري او مسلکي زده کړو سمبال وي، کولای شي په هر ډول شرایطو کې د فکري او وسله والې جګړې په تودو سنګرونو کې بریا ثابته کړي.

 ښاعلي حمیدي تازه فارغو شوو ځوان منسوبیو ته د خطابیه وینا په دوام کې وویل؛ تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په موخه بشپړ مسلکي زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ.

ورته وخت تازه  فارغو شوو ځوان منسوبینو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه حفاظت او ساتنه کوي او هېچا به د دې اجازه ورنکړي چې په هېواد کې شته امنیت احلال کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندایۍ د مرکزې قطعاتو او سیمه ایزو قول ارودګانو څخه ۲۲۳ تنه ځوان منسوبین د توپچي، مخابرې، نښه ویشتلو او سرحدي کورسونو له ځانګړو مسلکي زده کړو څخه فارغوي، بلکې د دې وړاندې يي هم په بېلا بېلو دورو کې سلګونه ځوان منسوبین فارغ کړي دي، چې اوسمهال د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د هېواد او خلکو په خدمت کې دندې مخ ته وړي.

Written By
Editor