پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
روغتیا

د عامې روغتیا وزیر وايي د کورنیو درملو باکیفیته تولید مو لومړیتوب دی

د عامې روغتیا وزیر وايي د کورنیو درملو باکیفیته تولید مو لومړیتوب دی
  • Publishedوږی ۲۴, ۱۴۰۴

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وايي د کورنیو باکیفیته درملو تولید مو دده په خبره لومړیتوب دی او دې برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي.

هغه دا څرګندونې د علمي کمپلکس فارما د زرقي سیفالوسپورین (سفټریاکسون) د تولید کرښې د پرانیستې په مراسمو کې کړي دي.

وايي ټینګار يي دادی چې په کور دننه ټول اړین درمل تولید شي، او دې برخه کې به خپلې ټولې هڅې وکړي تر څو دا برخه پر ځان بسیا شي.

‍زیاتوي اوس مهال يي د کار لومړیتوب د کورنیو درملو د کیفیت بهتروالی او د هغې ملاتړ دی.

د معلوماتو له مخې د علمي کمپلکس فارما په تولیدي کارخونه کې ټولیزه پانګونه نږدې ۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې یوازې د زرقي سیفالوسپورین د ځانګړې کرښې لپاره شاوخوا درې میلیونه ډالر لګول شوي دي.

د ویلو ده چې له دې سره به د کورنیو درملو کیفیت لوړ، واردات به څه نا څه کم او په عین وخت کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Written By
Editor