د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازادو زونونو نړېوال سازمان غونډه کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نورالدین عزیزي د ازادو زونونو نړېوالو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.
له دې وزارت موج نیوز ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی به یاده غونډه کې ګډون او وینا وکړي.
دا د یاد سازمان ۱۱ مه نړېواله غونډه ده، چې د اسلامي امارت استازی يي هم ګډونوال دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي هغه به د یادې غونډې په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره هم جلا ناستې او لیده کاته ولري.
یاده غونډه د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۰ تر ۱۲ مې نیټې پورې د چین په هاینان ولایت کې جوړېږي.
ویل شوي سږنۍ غونډه به د (نړېوالې سوکالۍ، سوداګرۍ او دوامداره نوښت دروازې) تر عنوان لاندې جوړېږي، چې د ازادو زونونو د رول، د همکارۍ پراختیا، د تجربو تبادله او د ګډوالو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ارزوي.
د یادونې وړ ده چې د ازادو زونونو نړېوال سازمان د تېر کال غونډه په متحده عرب اماراتو دبۍ ښار کې جوړه شوې وه.
