د شل اوریزې لوبلړۍ پر دوام افغان لوبډله نن له بنګه دېش سره وروستۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د بنګه دېش کرکټ ملي لوبډلې سره د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ سیالۍ ترسره کوي.
تر دې دمخه بنګله دېش افغانستان ته په دواړه لوبو کې ماتې ورکړې دي.
دا دریمه او د لوبلړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
د دوهمې لوبې له بایلل کېدو وروسته د کرکټ یو شمېر مینوالو د افغان لوبډلې په ترکیب نیوکې وکړې او ویلي دي، چې لوبډله کې ځوان لوبغاړو ته ډېر چانس نه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وروسته به دواړه لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو یوه بله لوبلړۍ چې درې لوبې پکې شاملي دي هم ترسره کړي.