د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون ملي کمپاین پرانیست غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون د ملي کمپاین پرانیست غونډه ترسره شوه، او پکې د حکومت لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه.
چارواکي وايي یاد کمپاین به په دوه مراحلو کې پلي شي.
دوی دغه راز له ولسونو او علماوو غوښتي تر څو په تطبیق کې ورسره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت وايي هڅه به وکړي چې په اساسي او ښه ډول یاد کمپاین پلي کړي.