د سره صلیب نړېوالې کمیټې مشره وايي افغانستان کې شته امنیت هر ډول فعالیت ته زمینه برابره کړې
د سره صلیب نړېوالې کمېټې مشره کاتارینا لیټز وايي په افغانستان کې امنیت اوس مهال د یادې کمېټې ټولو فعالیتونو ته ښه زمینه برابره کړې ده او دوی دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لري.
اغلې لیټز دا څرګندونې د کلیو، بیارغونې او پراختیا له وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې کړي دي.
وايي د هېواد هرې برخې، هر ولایت او سیمې ته د دوی خدمتونه اوس مهال له کومې ستونزې پرته رسېږي.
زیاتوي د اوبو، روغتیا او ښوونې برخه کې به همکاري لا نوره هم زیاته کړي.
اغلې لیټز د مرستو په دوامداره کولو ټینګار کړی او په عین وخت کې وايي غواړي د هېواد ټولو سیمو ته يي وغځوي.
ورته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د یادې کمېټې مرستې اغیزمنې بللي او اغلې لیټز ته يي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبره يي د سره صلیب نړېوالې کمېټې په سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کړی او مرستې يي د هرکلي وړ دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د بشري مرستو تر څنګ باید بنسټیزو پراختیايي پروژو ته هم پاملرنه وشي، څو د هېوادوالو ستونزې په بنسټیز ډول راکمې شي.
د یادونې وړ ده چې د ناستې په پای کې دواړو لورو په دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.
