پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
دولت او سیاست

د بهرنیو چارو وزیر نوي ډهلي ته رسېدلی دی

د بهرنیو چارو وزیر نوي ډهلي ته رسېدلی دی
  • Publishedتله ۱۷, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند پلازمینې نوي ډهلی ته رسېدلی او هم مهاله يې ورته سیال اېس جي شنکر ښه راغلاست ویلی دی.

همدې حال کې د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل په ایکس یو بیان کې ویلي چې دواړه لوري به د سیمې په امنیت، ثبات او نورو مسایلو خبرې اترې ولري.

خو په عین حال کې ځینو هندي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی به هلته ۵ ورځې تم شي، او د سیمه ییزو مسایلو ترخوا به د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنې هم د دې هېواد له چارواکو سره خبرې او مذاکرات وکړي.

ویل شوي د دواړو لورو ترمنځ د سفارتي اړیکې د سفیر کچې ته لوړول هم د دې خبرو اترو یوه برخه ده.

د یادونې وړ ده چې دا د اسلامي امارت له بیا راتګ وروستی لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې هند ته د دې هېواد په رسمي بلنه ځي.

Written By
Editor