د بهرنیو چارو وزارت؛ د بلوچستان په ایالت کې د برید غندنې تر څنګ له پاکستان حکومته غوښتې چې د دا ډول بریدونو مخنیوی وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بلوچستان ایالت د سکرو پر کانونو کې د ۴ افغانانو په شمول د ۲۰ نورو کاریګرو د وسله وال برید غندنه کړی یاد برید د ناپېژانده وسلوالو له لورې ترسره شوی.
یاد خبر د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی خبر زیاتوي، د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
همدا راز د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار لازم اقدامات تر سره کړي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په کوېټه کې د افغانستان اسلامي امارت لویې قونسلګرۍ ته دنده سپارلې ده چې په یاده پیښه کې د کاریګرو افغان قربانیانو د جنازو د انتقال په اړه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.