پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
دولت او سیاست

د بهرنو چارو وزیر وايي د روسیې له لوري رسمیت پيژندلو سره اقتصاد دروازې پرنیستل شوې

د بهرنو چارو وزیر وايي د روسیې له لوري رسمیت پيژندلو سره اقتصاد دروازې پرنیستل شوې
  • Publishedتله ۱۶, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ مشورتي ناستې په څنډه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدنه کې ویلي چې د یاد هېواد له لوري د اسلامي امارت رسمیت پيژندلو سره دده په خبره اقتصادي دروازې پرنیستل شوې.

زیاتوي له دې سره ترخوا یاد ګام د هغه په خبره نړېواله ټولنه کې د افغانستان په فعال رول هم دلالت کوي، او وايي دوی له مسکو په دې برخه کې د ترسره شوو اقداماتو له امله منندوی دي.

له دې سره ترخوا په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

وايي دواړه لوري باید د نشه توکو پر وړاندې مبارزه کې او د سیمه ییزو ټرانزیټي او اقتصادي مسایلو برخه کې دده په ټکو ګډ کار وکړي.

همدې حال کې سرګي لاوروف ویلي: «د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې بې‌سارې فرصتونه رامنځته کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې د مثبتو پایلو شاهدان اوسو.»

هغه د نشه ‌یي توکو د قاچاق مخنیوي، د امنیت د ټینګښت او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ باید د مسکو فارمټ په څېر سیمه ‌ییزو میکانیزمونو څخه هم اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

وايي د افغانستان د اوسني نظام خپلواک دریځ د ستاینې دی، او زیاتوي چې دا ډول سیاست يي د سیمې په ګټه هم دی.

د یادونې وړ ده چې امیرخان متقي د مسکو فارمټ مشورتې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی، او د یادې ناستې په څنډو کې يي د سیمې هېوادونو له استازو سره هم جلا جلا ناستې کړې دي.

Written By
Editor