شنبه,۱۱ سلواغه ۱۴۰۴
سپورت

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال کرکټ نړېوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال کرکټ نړېوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي
  • Publishedمرغومی ۱۶, ۱۴۰۴

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي د ۲۰۲۶ کال کرکټ نړېوال جام لپاره هند ته ځکه سفر نه کوي چې لوبغاړي يي هلته ته خوندي نه دي.

یاد کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي داسې انګېرنه کوي چې لوبغاړي يي په هند کې خوندي نه دي او باید د ساتنې لپاره يي دا ډول ګام واخلي.

اعلامیه کې د کرکټ له نړېوالې شورا غوښتنه شوې چې د دوی لوبې په دې هېواد کې تنظیم نه کړي.

خو د بنګله دې کرکټ بورډ ظاهراً دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د هند کرکټ بورډ په یو اقدام سره د یاد هېواد چټک توپ اچونکی مستفیض الرحمان د هند غوره لیګ (اې پي ایل) سیالیو څخه لرې کړ.

دا ګام بیا د هند کرکټ بورډ بنګله دېش کې د هغوی اتباعو سره د توپیري چلند کولو له امله اخیستی دی.

هندي رسنیو څه موده دمخه داسې راپورونه خپارل کړل چې په بنلګه دېش کې د هغوی ځینو اتباعو سره توپیري چلند شوی او یا هم ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې بنګله دېش کې هندي الاصله وګړو باندې تشدد کېږي.

خو په رسمي ډول حکومتونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

لا تر اوسه د هند او بنګله دېش د کرکټ د ادارو یادو پرېکړو ته د کرکټ نړېوالې شورا (اې سي سي) هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مګر ښکاري داسې چې د بنلګه دېش کرکټ بورډ د دې پرېکړې په عملي کولو کې جدی دی.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ د ۲۰۲۶ کال راروانه (فبرورۍ) میاشت په هند کې پیلېږي چې د بنلګه دېش لوبې په کلکتې او ممبې ښارونو کې پلان شوې دي.

Written By
Editor