پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
امنیت او جرمونه نړیوال خبرونه

د بلوچستان اعلی وزیر وايي هلته په وروستیو بریدونو کې ښکېل کسان افغانان وو

د بلوچستان اعلی وزیر وايي هلته په وروستیو بریدونو کې ښکېل کسان افغانان وو
  • Publishedتله ۵, ۱۴۰۴

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي وايي که څه هم افغانستان او پاکستان دوه ګاونډیان دي، خو په خبره يي وروستیو بریدونو کې ښکېل کسان دده په ټکو افغانان وو.

زیاتوي د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد د هغه پر وینا کارول کېږي.

وايي افغانستان يي ورور او ګاونډي هېواد دی. مګر په خبره يي د پاکستان ضد ډلو ته پکې خوندي پټنځایونه ورکړل شوې دي.

هغه وویل: «افغانستان زموږ ورور او ګاونډی هېواد دی. خو هلته هغوی ته خوندي ځایونه ورکړل شوي. هلته د روزنې کمپونه ورکړل شوي. دولتي ملاتړ لري او له هغه ځایه پر موږ بریدونه کوي. او اوس تاسو ولیدل په وروستیو کې چې څومره دغه کسان و وژل شول، ډېری یې افغانان وو.»

ښاغلي بوګټي همدا شان له اسلامي امارت غوښتي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

زیاتوي د افغانستان اوسنی نظام باید هیڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد او په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد ونه کاروي.

بوګټي وویل: «زه تل د افغانستان حکومت ته، د افغانستان لنډمهالي حکومت ته دا وایم او یادونه یې کوم چې تاسو په دوحه کې له نړۍ سره یوه هوکړه کړې ده. تاسو یوه ژمنه کړې. خپله ژمنه پوره کړئ، هغه ژمنه چې تاسو ویلي و، زموږ خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کیږي. نو تاسو هغې هوکړې ته ژمن پاتې شئ.»

دا یوازې د بلوچستان اعلی وزیر نه دی، چې دا ډول څرګندونې کوي. بلکې د پاکستان ډېری چارواکي د افغانستان او په ځانګړي ډول د اسلامي امارت پر وړاندې ورته دریځ او څرګندونې کوي.

د یاد هېواد د پوځ ځینې مشرانو ترخوا د اې ایس اې او د حکومت نور لوړ رتبه چارواکو تر اوسه د افغانستان په اړه ورته څرګندونې کړې دي.

خو اسلامي امارت بیا تل دا څرګندونې رد کړي او هغه يي د افغانستان حکومت پر وړاندې ښکاره تبلیغات یاد کړي.

عام باور دادی چې په پاکستان کې اوس مهال (ټي ټي پي) په یو پوځي قدرت بدل شوی دی، او د یاد هېواد پوځ نشي کولی کنټرول يي کړي، نو افغانستان تورنوي چې خوندي پټنځایونه يي ورکړي تر څو په دې سره خپله کمزوري پټه کړي.

د یادونې وړ ده چې څه موده دمخه د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، پاکستان کې شته ناامنۍ د یاد هېواد داخلي موضوع ده او په خبره يي افغانستان پورې هیڅ تړاو نه لري.

Written By
Editor