د برېښنا پارچاوۍ کابل ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

کابل ښاریان وايي د برېښنا پارچاوۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له دولت غواړي چې یاده ستونزه سمدستي حل کړي.
پر وینا يي دفترونو، کورونو او دغه راز نورو ځایونو کې چې ورځنۍ چارې يي ورسره تړلي دي د برېښنا پارچاوۍ پکې ورته ستونزې راولاړې کړي.
د پلازمینې د احمدشاه بابا یو اوسېدونکي سیدحسیب الله په همدې اړه موج نیوز ته زیاته کړه: «دا څو ورځې وشوې، چې د برېښنا ستونزه بیا راولاړه شوې ده. منظمه نه وي ټوله ورځ کې دوه یا هم یو ساعت برق لرو. موږ په دې سره کورونو، دفترونو ان بازارونو کې هم له ستونزو سره مخ یو. ځکه همدا برق د اوس وخت لومړنۍ اړتیا ده او موږ يي لا یو ساعت هم نه لرو.»
د برېښنا پارچاوۍ یوازې د احمدشاه بابا مینې اوسېدونکو ته سرخوږی نه دی جوړ کړی، بلکې له دې ورهاخوا يي د کابل ښار نورو سیمو اوسېدونکو ته هم ګڼې ستونزې ایجاد کړې دي.
کابل ښار کې اوس مهال هوا نه ډېره ګرمه او نه هم ډېره یخه ده، او اوسېدونکي يي وايي دغسې موسم کې برېښنا ته د خلکو زیاته اړتیا نه وي، خو پر وینا يي بیا هم دوی ۲۴ ساعتونو کې ان دوه ساعته برېښنا نه لري.
د پلازمینې د کارته نو سیمې اوسېدونکي سیرت موج نیوز ته په همدې اړه وویل: «هو دغسې موسم کې نه برق ته ډېر ضرورت وي. ځکه هوا سمه ده نه موسم ډېر یخ دی او نه هم ګرم، خو نورې اړتیا وې دي چې برق ته پکې ضرورت شته. دولت باید دا ستونزه جدي ونیسي. موږ د کال په هر فصل کې دغه ډول یو ځل د برق نشتون تجربه کوو، او دا سخته ده، له دولت سمدستي دې برخه کې اقدام غواړو.»
همدې حال کې د افغانستان د برېښنا ریاست مسولین وايي ستونزه يي جدي نیولي او په اړوند يي اقدامات روان دي. دوی زیاتوي د امو سیند دپاسه له ازبکستان څخه د برېښنا ۲۲۰ کیلوواټه لین پرې شوی دی، چې د بېرته نښلېدو هڅې يي روانې دي.
د یاد ریاست رییس ډاکټر عبدالباري عمر پر ایکس یو بیان کې ویلي: «د امو سیند دپاسه له ازبکستان څخه د برېښنا د ۲۲۰ کیلوواټه راغلی لین پرې شوی دی. له همدې امله کابل او شاوخوا سیمو کې د برېښنا پآرچاوي هم زیاته شوې ده. زموږ تخنیکي ټیمونه شپه او ورځ کار کوي تر څو ستونزه حل کړي. مګر د اوبو د زیادښت له امله کار په احتیاط سره روان دی خو ستونزه به حل شي.»
کابل ښاریان له دولت غواړي چې د برېښنا ستونزه يي دایمي حل کړي. دوی زیاتوي د اوړي او ژمي په موسمو کې هم له ورته وضعیت سره مخ وي. خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا وايي هڅې يي پیل کړي تر څو په کور دننه د برېښنا د تولید له ټولو ظرفیتونو کار واخلي او یاده ستونزه په اساسي ډول حل کړي. مګر ښکاري داسې چې دا ډېر وخت او کار ته اړتیا لري.