پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان ښځې

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کابل کې د ښځو نیولو ادعاوې رد کړې

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کابل کې د ښځو نیولو ادعاوې رد کړې
  • Publishedوږی ۲۸, ۱۴۰۴

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې وزارت محتسبینو په کابل کې بې له کوم دلیل ښځې نیولي او د هغوی حقونه يي نقض کړي دي.

یاد وزارت رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د مغرضو ادرسونو دغه ادعا بې ‌بنسټه، له واقعیتونو لرې او د عامه ذهنونو د مغشوشولو او د واقعیتونو د تحریفولو یوه ناکامه هڅه ده.

ویل شوي امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ښځو حقونو ورکړې ته ژمن دی او په تېرو څلورو کلونو کې يي دې برخه کې د پام وړ کار کړی دی.

خبرپاڼه کاږي یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۳۸۲ قضیې حل کړې دي. په یادو قضيو کې د اجباري نکاح، کورني تاوتریخوالي، مهر، میراث، کورني بند او ورته نورې پېښې شاملې دي، چې مخه یې نیول شوې او د خویندو حقونه خوندي شوي دي.

خو دې وزارت په عین وخت کې د اسلامي حجاب په رعایت ټینګار کړی او دا يي اړین بللی دی.

دغه‌راز له نړیوالو ادارو، رسنیو او ادرسونو څخه یې جدي غوښتنه کړې، چې د راپورونو په خپرولو کې موثقې سرچينې وکاروي، د بې‌پلوۍ او دقت اصولو ته پام وکړي او د هغو راپورونو له خپرولو ډډه وکړي، چې د افغانانو له اسلامي ارزښتونو او ملي واقعیتونو سره په ټکر کې وي.

د یادونې وړ ده دغه وزارت ډاډ ورکوي چې هیڅ کله به د اسلامي ارزښتونو او اصولو خلاف کار ونه کړي او نه به یي ټولنه کې چاته اجازه ورکړي.

Written By
Editor