پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
ښځې

د افغان ښځو انلاین بهیر ادبي غونډه وکړه

د افغان ښځو انلاین بهیر ادبي غونډه وکړه
  • Publishedغبرګولى ۲۵, ۱۴۰۲

په دغه غونډه کې چې پرلیکه ترسره شوه ګڼو ښځینه شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و چې د مشاعرې سربېره یې پر ځینو لیکونو کره کتنې هم وکړې.

دا انلاین غونډه دوه ورځې وړاندې د کابل پر وخت ماذدیګر ۵ بجې پیل شوې وه چې پکې ګډونوالو مېرمنو په هېواد کې شته ادب پالونکي مېرمنې وستایلې.

دوی همداراز د خپل بهیر په پراخېدو هم نظرونه شریک کړل چې په ټولنیزو رسنیو کې د پاڼو په جوړولو او له دې لارې خلکو ته د خپلو فعالیتونو په رسولو یې هوکړه وکړه.

د افغان ښځینه شاعرانو او لیکوالانو دا غونډه داسې مهال کیږي چې وروستیو کې که څه هم مشاعرو شمېر زیات شوی خو د ادبي بهیرونو ناسې ډیرې پیکه شوي دي.

Written By
Editor

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *