جمعه,۲ لړم ۱۴۰۴
Uncategorized @ps سپورت

د افغان غر ختونکي علي اکبر سخي جسد کورنۍ ته وسپارل شو

د افغان غر ختونکي علي اکبر سخي جسد کورنۍ ته وسپارل شو
  • Publishedزمری ۱۱, ۱۴۰۲

پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت ویلي چې د علي اکبرسخي جسد یې د خرابې هوا له امله یوکال وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

یاد سفارت وړمه ورځ ویلي د نوموړي جسد د پاکستان پوځ په یوه غره کې موندلې و.

 علي اکبرسخي تېرکال په جولای میاشت کې د پاکستان په شمال ختیځ کې د نړۍ دوهمې لوړې څوکې k2  ته د ختلو پرمهال د زړه د حملې له امله مړشوی و.

 K2 څوکه د ایورېسټ څوکې وروسته په نړۍ کې دویمه لوړه څوکه ده چې د پاکستان په شمال ختیځ کې د سمندر له کچې د ۸ زره ۸۱۶ مترو په لوړوالي کې موقعیت لري.

علي اکبر د غره ختنې په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، نوموړی د افغانستان لومړی غر ختونکی و چې دغه غر ته ختلی و.

Written By
Editor